د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په غونډه کې د افغانستان د بادغیس د حلقوي سړک قیصار-لامان د جوړولو چارې هندي او چنايي دوو شرکتونو ته وسپارل شوې.
د ارګ د خبرپانې له مخې، دغه سړک تر راتلونکو دوه نیمو کلونو پورې جوړېږي چې افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ له اړخه د سیمې له هېوادونو سره نښلوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د قیصار-لامان سړک د افغانستان د حلقوي سړک یوه برخه ده او ۸۲ کېلومتره اوږدوالی لري.
دغه سړک د اسیا د پراختیايي بانک په مالي ملاتړ، د څه باندې ۶ میلیارده افغانیو په ارزښت جوړېږي.