مسؤلین: د کابل پر وزیر اکبرخان کې لګېدلي راکټ کوم زیان نه‌دی رسولی

د کابل ښار پر وزیر اکبرخان مېنه تېره شپه راکټ ولګېد.

د راپورونو له مخې، دا راکټ د اماني لېسې شاته لګېدلی دی.

له دې پېښې سره سم د امریکا سفارت د خطر زنګ وواهه.

تر اوسه پورې د دې حملې له کبله د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو د کابل پولیسو تېره شپه وویل چې زیان نه‌دی پېښ شوی.