بارسلونا کې د یوه واګون په وسیله پر عامو خلکو حمله کوونکی وژل شوی

د هسپانیا پولیسو تائید کړه چې په بارسلونا کې هغه کس وژل شوی دی چې د واګون په وسیله‌يې پر عامو خلکو حمله کړې وه.

د کاتالین د سیمې پولیسو په ټویټر کې لیکلي چې ابو یعقوب د دوشنبې په ماسپښین د بارسلونا د لوېدیځ په «سبیراټس Subirats» ښارګوټي کې په ډزو ووژل شو.

پولیسو مخکې ویلي وو چې دوی یو کس چې ظاهراً یې د انتحاري حملې واسکټ اغوستی و، ویشتی دی.

د بارسلونا د تېرې اوونۍ له حملې راوروسته د ابو یعقوب د نیولو لپاره پراخې هلې ځلې روانې وې.

د بارسلونا په ترورېستي برید کې ۱۳ تنه ووژل شول او ۱۲۰ نور ژوبل شول.

ویل کېږي چې ابو یعقوب د تېرې پنجشنبې د اګست د ۱۷مې له حملې وروسته له بارسلونا وتښتېد.

د هغه واګون چې په وسیله‌یې حمله وشوه، چلوونکی په چاقو وهل شوی و.