پوتين اناتولي انتونوف د امريکا لپاره د روسيې د سفير په توګه وټاکه

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين تجربه کار ډيپلوماټ اناتولي انتونوف د امريکا لپاره د روسيې د سفير په توګه وټاکه.

انتونوف د روسيې په بهرنيو چارو او دفاع وزارتونو کې هم کار کړى دى.

د ٦٢ کلن انتونوف د ټاکل کېدو خبر د کرملين ويب‎سايټ نن دوشنبه ور کړى دى.