ځایي چارواکي وايي چې د سيراليون په پلازمېنه او شااوخوا سيمو کې ځمکې ښويېدنې او سېلابونو نېږدې ٥٠٠ کسان وژلي دي.
د افريقا د لوېديځ په دغه بېوزلي هېواد کې چارواکو پرون یکشنبه وويل، هڅه کوي تر خاورو او خټو لاندې شوي مړي اوباسي چې سېلابونو يې د اوبو سرچينو ته یو نهسي او د اوبا په څېر د ناروغيو د خپرېدو سبب نه شي.
تېره دوشنبه د غره يوه ډډه تر درنو بارانونو وروسته ونړېده، د ريجينټ ښارګوټي ځينې برخې يې لاندې کړې.
د سرې مياشتې ټولنې د جمعې په ورځ وويل چې شااو خوا ٦٠٠ کسان لا هم ورک دي.
متخصصین وايي چې د ځنګلونو تر وهل کېدو او د نفوسو تر زياتېدو وروسته په غربي او مرکزي افريقا کې د ځمکې ښويېدو خطرونه زيات شوي دي.
په کانګو جمهوريت کې تېره اوونۍ د ځمکې ښويېدو تر ٢٠٠ ډېر کسان مړه کړي وو.