امریکا او جنوبي کوریا خپل کلني پوځي تمرینات پیل کړل

د امريکا د متحدوايالتونو او جنوبي کوريا پوځيانو په داسې حال کې خپل کلني پوځي تمرينات پيل کړل چې د شمالي کوريا له تهديدونو او غوسې ډکې څرګندونې ادامه لري.

د اولچي فريدم ګارډين په نوم دغه تمرينات نن دوشنبه سهار پيل شوي او ۱۰ ورځې به دوام کوي.

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جی اين نن په سیول کې د کابینې غونډې ته وویل:

"هېڅکله دا هڅه نه کېږي چې په دغو کلنيو پوځي تطبیقاتو سره دې د کوریا په ټاپووزمه کې پوځي کړکېچ زیات شي، شمالي کوریا باید د امن د ساتلو لپاره زموږ په هڅو کې له مبالغي کار وانخلي او له نه دې هم له دغو تمرینونو د پلمې په توګه استفاده وکړي او داسې لمسوونکي اقدمات دې نه کوي چې وضعیت نور خرابوي."

د شمالي کوريا رودونګ سيمون ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې دغه پوځي تطبيقات غندلي او د دښمنۍ د څرګندولو هڅه يې ګڼلې ده.

ورځپاڼې ويلي، دغه پوځي تمرينات کولاى شي، د يوې نه کنټرولېدونکې اټمي جګړې سبب شي.

شااوخوا ١٧زره او ٥٠٠ امريکايي پوځيان او د جنوبي کوريا ٥٠ زره سرتېري په دغو پوځي تمريناتو کې برخه لري.

د استراليا، برېتانيا، کاناډا، کولمبيا، ډنمارک، هالنډ او نوي زيلنډ ٣٠٠٠ پوځيان هم په کې برخه لري.