د افغانستان بانک وايي، هغه بانک نوټونه چې پرې تېزاب، رنګ او کیمیاوي مواد شیندل شوي وي، د سنبلې له لومړۍ نېټې په بازار کې د استفادې وړ نه دي.
د دغه بانک ویاند ایمل عاشور نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هغه بانک نوټونه چې په مارکر پرې لیکنې شوي وي یا مهر یا سوري ولري، هغه د چلند وړ نه دي، خو په وینا يې پلستر لرونکي او هغه نوټونه چې په خود کار قلم پرې لیکل شوي، د چلښت وړ دي.
عاشو وايي چې د سنبلې تر لومړۍ خلک کولی شي چې له بازار څخه نامناسب بانک نوټونه د افغانستان بانک او نورو بانکونو ته یوسي.
عاشور د زړو او نا مناسبو پیسو د زیاتوالي علت، په بازار کې پر نغدو پیسو راکړه ورکړه بولي.