د افغانستان د اندام د ښکلا او فټنس ملي لوبغاړي په اسیايي لوبو کې ګډون کوي.
د افغانستان د بدن د ښکلا او فټنس فدراسیون سکرتر جنرال عبدالرحمن حمید ازادي راډيو ته وویل، د اسیا په ۵۱ دور سیالیو کې چې د سې شنبې په ورځ په جنوبي کوریا کې پیلېږي د افغانستان په استازیتوب ۱۴ لوبغاړي برخه لري او پرون یکشنبه کوریا ته تللي دي.
ښاغلي حمید مخکې په خپله فېسبوک پاڼه هم د سیالیو سطحه لوړه وبلله، خو د ټیم د چمتووالي ډاډ یې ورکړ.
دی وايي:
"د افغانستان د اندام د ښکلا او فټنس ملي ټيم د اسیا په ۵۱ دور سیالیو کې د ګډون چمتووالی لري. د دې سیالیو سطحه د دې لپاره چې اسیايي هېوادونه پهکې برخه اخلي لوړه ده، خو هیله لرو چې خپلو هېوادوالو ته لاسته راوړنې ولرو."
د بدن د ښکلا فدراسیون سکرتر جنرال دا هم وویل چې په دې اسیايي سیالیو کې به د ۳۰ اسیايي هېوادونو سلګونه لوبغاړي د درېیو ورځو لپاره لوبې وکړي.
افغانستان په جنوبي اسیا کې د بدن د ښکلا په لوبه کې لومړی مقام لري.