د ایران مخکېني جمهور رئیس محمد خاتمي د دغه هېواد له مذهبي مشر ایتالله علي خامنهاي غوښتي چې د دوو اصلاح غوښتونکو مشرانو نظربند دې ختم کړي.
مهدي کروبي او میر حسین موسوي پرته له دې چې محاکمه شي شپږ کاله کېږي چې تر څار لاندې دي.
د ایراني پخواني ولسمشر خاتمي د کروبي او موسوي د موضوع په اړه پرون په خپله انټرنټي پاڼه له خامنهاي دا غوښتنه مطرح کړه.
محمد خاتمي چې له ۱۹۹۷ تر ۲۰۰۵ کاله پورې د ایران ولسمشر و، مذهبي مشر ایتالله علي خامنهاي ته په پيغام کې لیکلي چې یوازې ستاسو په دخالت دا موضوع حل کېدلای شي، هغه موضوع چې د رژیم په ګټه ده او د قدرت یوه نښه به وي.
دوه اصلاح غوښتونکي مشران مهدي کروبي او میر حسین موسوي د ۲۰۰۹ کال د مظاهرو په خاطر له ۲۰۱۱ کال راهیسې نظربند دي.
په ۲۰۰۹ کال کې پراخې مظاهرې چې د حکومت لهخوا وځپل شوې په انتخاباتو کې د درغلیو په سبب وشوې.