په امریکا کې نن میلونونه کسان هغو ښارونو ته ځي چېرته چې په بشپړه توګه د لمر د نیول کېدو یا کسوف ننداره کېږي.
په هرو ۹۹ کلونو کې د دې سیمو د پاسه لمر په مکمل ډول نیول کېږي.
لسګونه زره سیلانیان چارلستن او جنوبي کارولینای ایالاتونو کې دي څو د بشپړ کسوف ننداره وکړي.
د لمر نیول کېدل یا کسوف عموماً د انسانانو په ژوند کې یو ځل پېښېږي.