د سوریې په پلازمېنه دمشق کې یوه سوداګریز نندارتون ته نېږدې د یوه راکټ په لګېدلو سره شپږ کسان وژل شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان پرون ویلي چې راکټ د نړیوالې سوداګرۍ د یوه نندارتون دروازې ته نېږدې لګېدلی او د شپږو کسانو په وژل کېدو سربېره څو کسان ټپيان هم دي.
د سوریې دولتي رسنیو هم د دې راکټ د لګېدنې په اړه خبر ورکړی دی، خو د تلفاتو په اړهیې څه نهدي ویلي.
د نړیوالې سوداګرۍ نندارتون پخوا هر کال یو وار په دمشق کې جوړېده، خو د کورنیو جګړو په پيل سره نهو جوړ شوی.
تمه وه د سږ کال په سوداګریز نندارتون کې د ۴۵ هېوادونو استازي برخه واخلي او د سوریې حکومت له شپږو کلونو وروسته د دغه نندارتون پرانیستل د سوریې د ثبات یوه نښه بللې وه.