بنګله دېش کې ۱۰تنه د شېخ حسینه د وژلو ناکامې دسېسې په تور محکوم شول

د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې یوې محکمې د یکشنبې په ورځ ۱۰ تنه سخت دریځي په دې تور په اعدام محکوم کړل چې ۱۷ کاله مخکې یې د دې هېواد د صدراعظمې شېخ حسینه د وژلو هڅه کړې وه.

څارنوال شمس الحق بادل وویل، ټول په اعدام محکوم شوي د حرکت الجهاد الاسلامي ډلې غړي دي چې د یوه ځای پرځای شوي ۷۶ کېلو ګرامه بم په وسیله یې، غوښتل صدراعظمه د ېوې غونډې په مهال ووژني.

دا هغه ډله ده چې په بنګله دېش کې غیر قانوني اعلان شوې ده.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، شېخ حسینه چې رژیم یې سیکولر بلل کېږي او اوس د درېیم ځل لپاره د صدراعظمي په توګه دنده تر سره کوي، تر اوسه له څو حملو بچ شوې ده.

په ۲۰۰۴ میلادي کال کې په ډاکه کې د ترهګرۍ ضد یوه غونډه کې پرهغې په برید کې ۲۴ کسان وژل شوي وو.

په ډاکه کې په نننۍ محکمه کې نورو ۱۲ تورنو ته د ۱۴ نه تر ۲۰ کلونو د بند سزاوې واورل شوې.

څارنوال وویل، په بند محکومو شویو نهو تنو د مفتي عبدالحنان په مشرۍ ډلې ته چاودېدونکي مواد برابر کړي وو چې شېخ حسینه د صدراعظمۍ په لومړۍ دوره کې ووژني او درې تنو نورو هم د ۲۰۰۰ میلادي کال د ګوپال ګنج په پېښه کې لاس درلود.

د محکمې د فیصلې په اعلان کې د حنان نوم نه و، ځکه هغه په تېر اپرېل میاشت کې د هغې حملې په خاطر اعدام شو چې په ۲۰۰۴ کال کې ېې په بنګله دېش کې د برېتانیا پر استازي کړې وه.

برېتانوی ډیپلومات له دغې حملې روغ وتلی، خو درې پولیس په کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.

د مفتي عبدالحنان په مشرۍ د حرکت الجهاد الاسلامي ډلې، په بنګله دېش کې د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ لسیزو په ترڅ کې، یو لړ خونړۍ حملې تر سره کړې وې.

په اعدام او بند د محکوم شویو مدافع وکیل فاروق احمد وویل چې موکلین به یې د استیناف غوښتنه وکړي.

هغه همداراز وویل، په دغې دوسیه کې ډېر موضوعات د پوښتنې وړ دي او موکلینو یې هم ویلي چې ور سره عدالت نه دی شوی.