مرتضوي: د ولسمشر د فرمان له مخې د خاصو عملياتو فرقه، قول اردو شوه

د ولسمشر محمد اشرف غني د يوه فرمان له مخې، د خاصو عملياتو فرقه د خاصو عملياتو په قول اردو بدله شوه.

د ولسمشر وياند شاه حسين مرتضوي وايي، په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د نورو چارواکو تر څنګ ولسمشر محمد اشرف غني او په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو قوماندان جنرال جان نيکولسن حضور درلود.

د مرتضوي په خبره، ولسمشر ټينګار وکړ چې د خاصو قطعو د ظرفيتونو لوړول، د افغانستان په څلور کلن امنيتي پلان کې شامل دي.

ښاغلي ورتضوي وویل:

"تمه کېږي، له دې ارتقا سره به د کومانډو ځواکونو ظرفيتونه لوړ شي او په هېواد کې به د سولې او امن له ټينګښت سره مرسته وکړي."

تورن جنرال بسم الله وزيري د خاصو عملياتو د قول اردو د قوماندان په توګه معرفي شوى دى.