نی: وسله وال طالبان په غزني کې له رسنیو مالیه اخلي

د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ اداره یا نی وايي، وسله وال طالبان په غزني کې له رسنيو ماليه ټولوي.

د دې ادارې مشر مجيب خلوتګر نن یکشنبه په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل، په غزني کې رسنۍ مجبورې شوي چې هم دولت او هم وسله والو طالبانو ته ماليه ورکړي.

خلوتګر وويل، شااوخوا ۲۰۰ رسنۍ د بودجې نه لرلو او د ماليې نه ورکولو له کبله تړل شوي دي.

ښاغلي خلوتګر زیاته کړه:

"موږ له ۱۳۹۳ لمريز کال راهيسې تر نن پورې، د مالي د ستونزو له کبله د ٢٠٠ رسنيو د تړل کېدو شاهدان يوو، په دوى کې ١٠ راډيوګانې، ٤ ټلوېزيونونه، چاپي خپرونې او خبري اژانسونه شامل دي."

له ازادو رسنيو څخه د ملاتړ ادارې له حکومته غوښتنه وکړه، چې د رسنيو په وړاندې دغه پراته خنډونه لېرې کړي.