د ترکمنستان چارواکو د دې هېواد په پایتخت عشق اباد کې د رزمي هنرونو د لوبو له پیلېدو مخکې د الکولو پر خرڅلاو بندیز لګولی دی.
ټاکل شوې چې دا اسیايي لوبې راتلونکې اوونۍ ترسره شي.
رسنیو پرون راپور ورکړ چې د مشروباتو دوکانونه تړلي او ټول الکولي محصولات د ښار له پلورنځایونو ټول شوي دي.
د اسوشیټېد پریس خبري اژانس ویلي، د ترکمنستان حکومت په دې اړه کومه رسمي اعلامیه نهده صادره کړې خو سوداګرو ته ویل شوي چې د اکټوبر تر میاشتې د الکولو پلورل منعه دي.
همدارنګه د دې لوبو تر جوړېدو مخکې چارواکو په پایتخت عشق اباد کې د دې ښار د اوسیدونکو تګ راتګ هم محدود کړی دی.
د دې میاشتې په پیل کې په نیویارک کې د بشري حقونو د څار ډلې، د اسیايي لوبو له شورا غوښتي و چې ترکمنستان ته د بشري حقونو د سرغړاویو مسئله یاده کړې.