د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جرمني د بهرنیو چارو پر وزیر زیګمار ګابریل سخت انتقاد کړی.
تردې مخکې ګابریل اردوغان د جرمني په راتلونکو انتخاباتو کې په لاسوهنه تورن کړی و.
اردوغان پرون د دنيزلي په ایالت کې خپلو پلویانو ته په خبرو کې د جرمني بهرنیو چارو وزیر ته په اشارې وویل:
"هغه خپل حد نه پیژني او نه پوهېږي چې د ترکیې له ولسمشر سره څنګه خبرې وکړي؟"
تردې یوه ورځ مخکې اردوغان په جرمني کې له مېشتو ترکانو وغوښتل چې د دې هېواد په راتلونکو عمومي انتخاباتو کې دې، د مسیحي ډیموکراټانو د ګوند، سوسیال ډیموکراټانو او د جرمني د زرغون ګوند خلاف رأیې ورکړي.
اردوغان دا ټول ګوندونه د ترکیې دښمنان بللي دي.
د اردوغان له دې څرګندونو وروسته د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وویل، د اردوغان دا څرګندونې د جرمني په چارو کې بې سارې لاسوهنه ده.
جرمني کې تقریباً یوه میلون ترکان اوسېږي چې د رأيې ورکولو مستحق دي.