د نژاد پالنې پر ضد زرګونو معترضانو پرون شنبه د امریکا د متحدو ایالتونو په باسټون ښار کې مظاهره وکړ.
د بیان د ازادۍ په نوم د دې مظاهرې تنظیمونکو ویلي، نژاد پالنې او تعصب ته به اجازه ورنهکړي.
د پرون ورځې مظاهره په ویرجینیا کې کې له هغو اعتراضونو یوه اوونۍ وروسته کېږي چې له تاوتریخوالي سره مله وو.
اوونۍ وړاندې دغلته په شارلوټ ویل سیمه کې د افراطي ښي اړخو او "نیو نازیانو" د مظاهرې پر مهال یو تن د دې مظاهرې پرضد د راټولو شویو معترضانو پر ګڼه ګوڼه موټر وروست چې یوه ښځه په کې ووژل شوه او څو تنه نور ټپیان شول.