د روسیې د سایبریا په سورګوټ نومې ښار کې د شنبې په ورځ یو کس اووه تنه په چاقو ټپیان کړي دي.
د پېښې په اړه د څېړنو کمېټه وايي چې بریدګر ۲۳ کلن او ځايي اوسیدونکی و. دوی وايي د نوموړي د رواني روغتیا په اړه څېړنې کوي.
بریدګر مخکې له دې چې د پولیسو په ډزو ووژل شي اووه کسان یې په چاړه ژوبل کړي. ځايي روغتیايي ادارې وايي، څلور ټپیان په ناوړه روغتیايي وضعیت کې دي.
د اسلامي دولت وسلهوالې ډلې یا داعش ادعا کړې چې بریدګر د دوی یو وسلهوال وو. خو روسي امنیتي ادارې وايي په دې اړه یې جنايي څېړنې پیل کړي.
د انټرفاکس خبري اژانس د سیمه ییز حکومت د کورنیو چارو د وزیر له خولې ویلي، دوی پر دې پېښه د تروریستي پېښې شک نهلري او ګومان نهکوي چې تروریستي انګېزه به ولري.
سورګوټ د تیلو د صنعت مرکز ګڼل کېږي. دا ښار درې سوه زره اوسیدونکي لري او له مسکو څخه ۲۱ سوه کیلومتره شمال ختیځ ته پروت دی.
د داعش وسلهوالې ډلې وړمه ورځ په هسپانیا کې هم د یو لړ هغو بریدونو مسؤلیت منلی و چې ۱۴ کسان په کې ووژل شول.
د هسپانیا په بریدونو کې چې په کې پر پلي خلکو دوه ځایه موټر خېژول شوي، پر ۱۴ وژل شوېو سربېره ۴۴ کسان ټپیان شوي چې دا مهال روغتون کې دي او د ۱۲ تنو روغتیايي وضعیت خراب ښودل شوی دی.
Your browser doesn’t support HTML5
په پېښه کې پولیسو پنځه بریدګر هم وژلي او وايي، په هغه کس پسې لا هم لټه کوي چې ګومان کوي په بارسیلونا کې پر خلکو خېژول شوی موټر یې چلاوه او له پېښې وروسته تښتیدلی دی.