پاکستان کې ګڼو خلکو د جرمنۍ راهبې "روټ پفاو" جنازه کې ګډون وکړ

د پاکستان ډېر شمېر خلکو د هغې جرمنۍ راهبې د جنازې په دولتي مراسمو کې ګډون وکړ چې په پاکستان کې مړه شوې ده.

«روټ پفاو» د خپل ژوند ډېره برخه په پاکستان کې د جزام ناروغۍ له منځه وړلو کې مرسته کړې ده.

۸۷ کلنه پفاو د اګست په۱۰ مه د کراچۍ ښار په یوه روغتون کې مړه شوه.

نوموړې په۱۹۶۰ میلادي کال کې پاکستان ته تللې او په هغه هېواد کې یې د جزام ناروغۍ په وړاندې د مبارزې لپاره ۱۵۷ مرکزونه جوړ کړل.

د مېرمن پفاو د جنازې په مراسمو کې چې د دولت له خوا تر سره شول، د پاکستان سیاستوالو، پوځي چارواکو، د مدني ټولنو غړو او د هغې سلګونو نورو پلویانو ګډون کړی و.

په پاکستان کې د جنازې دولتي مراسم یوازې په جګړو کې د وژل شویو سرتېرو او حکومتي مشرانو لپاره تر سره کېږي.