د بلخ مدني فعالانو د هېواد د خپلواکۍ۹۸یمه کالیزه ولمانځل

په بلخ کې د دې ولایت ګن شمېر مدني فعالانو، د بلخ ادبي خوښځت غړو او ځوانانو د اسد د ۲۸ یا د هېواد خپلواکۍ د ۹۸ کلیزې په مناسبت جشن وکړ.

دا ځوانان د هېواد د خپلواکۍ د ښې لمانځنې په مقصد کوڅو او د مزار ښار ته راووتل او د وطني سندرو ترڅنګ یې ملي اټن هم وکړ.

بلخي ځوانانو خپل جشن د بلخ له ولایتي شورا له مخې پیل او د غازي امان خان پر څلي باندې د ازادۍ د بیرغ په پورته کولو سره پای ته ورساوه.

ذبیح الله احساس چې د بلخ ادبي خوښځت مشر دی، د دې جشن د تنظیم مسئولیت هم در لود.

ښاغلی احساس یې په اړه وايي:

"موږ نن د امان الله خان څلي ته راغلي یو چې د هېواد د ازادۍ بیرغ پر ولاړ کړو، نن ځوانان راټول شول او د ویاړلي هېواد د ازادۍ او خپلواکۍ جشن یې په خوشحالیو سره ولمانځه."

له مزارشریف ښار سره هم مهاله چې ځوانانو پکې په خوشحالیو د هېواد د ازادۍ جشن ولمانځه، په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو او سرتېرو هم د هېواد د ازادۍ ۹۸ کلیزه ولمانځله.

د شاهین قول اردو سرتېرو ژمنه وکړ، د افغان د ازادۍ د حفظ لپاره هر ډول قربانیو ته چمتو دي.

د افغانستان د خپلواکۍ له نن څخه ۹۸ کاله دمخه ځوان پاچا امان الله خان له انګلیس څخه ترلاسه کړه چې له هغې وروسته هر کال د اسد میاشتې په ۲۸ نېټه د هېواد په ګوټ ګوټ کې لمنانځل کېږي.