ابوظبۍ د افغانستان لپاره سلګونه میلیونه ډالر مرسته ځانګړې کړې

د ابوظبۍ پراختیایي بنسټ په افغانستان کې د ۱۸ پراختیایي پروژو لپاره سلګونه میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

د عربي متحده اماراتو د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د ابوظبۍ د مرستې او پور اندازه یو اعشاریه دوه میلیارده درهمه ده چې څه باندې ۳۲۵ میلیونه ډالر کېږي.

دغه پیسې د دې هېواد د حکومت مرسته ده چې په افغانستان کې د کرنې، انرژۍ، ټرانسپورټ، صنعت، روغتیا او نورو ټولنیزو خدماتو په برخو کې لګول کېږي.

د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت، د ابوظبۍ د پراختیایي بنسټ په یوه راپور کې راغلي چې دغه بنسټ او د افغانستان حکومت له ۱۹۷۷ کال را په دېخوا په خپلو کې ښې اړیکې او همکارۍ لري او د دغې دوه اړخیزې همکارۍ د هغو کلیدي ټولنیزو او اقتصادي سکټورونو د ودې په برخه کې چې د افغانستان د خلکو په ګټه دي، مرسته کړې ده.