نصير احمد احمدي پر 'بغدادي پير' خبرې کوي

د غازي امان الله خان پر ژوند، واکمنۍ او کارنامو ډېرې ليکنې او څېړنې شوي، خو بغدادي پير لومړنى ناول دى، چې د افغانستان د خپلواکۍ د بياګټونکي امان الله خان په اړه يې زيات مسايل رااخيستي دي.

په دغه تاريخي ناول کې د امان الله خان د واکمنۍ اړوندو پېښو ته کتنه شوې، د هغه د واکمنۍ په وړاندې د بلواګانو د علتونو په اړه يې بحث کړى او په دې برخه کې يې د ګمارل شويو جاسوسانو رول ته کتنه کړې.

نن شنبه (د زمري ٢٨مه) په افغانستان کې د خپلواکۍ د بياګټلو ٩٨يمه کليزه لمانځل کېږي.

صالح محمد صالح د دغه ناول له ليکوال، نصير احمد احمدي سره مرکه کړې. په پيل کې يې پوښتلى:

د بغدادي پير ناول په اړه عکس العملونه تر اوسه څه وو د لوستونکو، د منتقدانو او مينه والو؟

Your browser doesn’t support HTML5

د "بغدادي پير" له ليکوال نصير احمد احمدي سره مرکه