د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي په دغه ولایت کې تېره شپه د وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه په شاتمبول شوي دي.
د ارزګان د والي مرستیال عبدالواحد پټان نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت مرکز ترینکوټ اړوند شاه منصور او خانکه نومي سیمو کې پر مېشتو امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړي چې د افغان امنیتي ځواکونو د مقاومت په نتیجه کې ۳۲وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.
ښاغلي پټان زیاته کړه:
"ځيني معلومات چې ما ترلا سه کړي دي وسله والو طالبانو د تېرې شپې نښته کې ډېره مرګه ژوبله لیدې ده، یعنې مړي د جګړې په سیمه کې پاتې دي او ماته یې خوړلې ده، خوزه نور په دې اړه څه نه وایم."
ښاغلي پټان د افغان سرتېرو د تلفاتو او د یادې جګړې په اړه نور څه ونه ویله.
د یاد ولایت د مرکزي روغتون مسؤلین بیا وايي چې دوی ته د جګړې له ځایه ۱۹ ټپيان او یو مړی وروړل شوي چې ټول پولیس دي.
یوې امنیتي سرچینې بیا د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته ویلي چې په دغه نښته کې درې افغان پولیس وژل شوي ۱۹ټپیان شوي او ۱۰ سرتېري لاردکه دي.
بلخوا د دهراود ولسوالۍ چاراکي هم وايي چې تېره شپه په یاده ولسوالۍ کې د افغان ځوکونو او وسله والو طالبانو په نښته کې۲۵ طالبان وژل شوي.
وسله والو طالبانو بیا په یاده جګړه افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستویو کې په دغه ولایت کې جګړو یو ځل بیا زور اخیستي دی.