د لبنان پوځیانو نن اعلان وکړ چې له سوریې سره یې د لبنان په شمال ختیځ کې د سرحد په اوږدو کې د اسلامي دولت ډلې پر یوه پټنځای حمله کړې ده.
په ورته وخت کې د لبنان د شیعه و ګوند، حزب الله د المنصور په نوم په خپل تلوېزیون کې ویلي دي چې د سوریې له پوځ سره یې ګډ عملیات د لبنان- سوریې پر پوله د داعش پرضد پیل کړي دي.
تر اوسه دا څرګنده نه ده چې د ایران پلوه حزب الله او حکومتي ځواکونو عملیات د داعش یو مرکز په نښه کړی دی او دا عملیات همغږه روان دي که نه دي.
د لبنان پوځ وایي چې دوی د راس بعلبک ښارګوټې ته نژدې د داعش پر سنګرونو پر توغندیو، توپونو او هلیکوپترو حمله کړې ده.
د حزب الله او د سوریې د حکومتي ځواکونو عملیات بیا د سوریې له دننه روان دي.