د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس روانه اوونۍ اوکراین ته ځي

د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزیر جیمز متېس روانه اوونۍ اوکراین ته ځي.

دی به هلته د اوکراین له ولسمشر پیترو پروشینکو او د اوکراین له دفاع وزیر سره وګوري.

کییف ویلي دي چې د دې سفر پر مهال به ښایي د دواړو هېوادو ترمنځ نوي دفاعي تړونونه لاسلیک شي.

د امریکا دفاع وزارت پرون وویل چې متېس به اردن او ترکیې ته هم سفر وکړي.

د امریکا دفاع وزیر به د اوکراین له ولسمشر پروشینکو او دفاع وزیر سټیپان پولتوراک سره د کریمیا د په ټپه ولاړ حالت په اړه خبرې وکړي.

همداراز به د اوکراین په ختیځ کې له بېلتون غوښتونکو سره د روسیې د همکارۍ پر مسئلې وغږېږي.

روسیه دا ردوي چې په اکراین کې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي.

کریما ټاپوزمه په دوه زره څوارلسم کال کې روسیې له اوکراینه بیله کړه او له خپلې خاورې سره یې یوځای کړه.