د فنلنډ چارواکي وایي، په لوېدیځ ښار تورکو کې دوه تنه په چاقو وژل شوې دي.
د چارواکو په وینا په دغه پېښه کې چې پرون وشوه، شپږ تنه نور ټپیان شوې دي.
د دې برید علت نه دی روښانه شوی.
پولیس وایي، تحقیقات روان دي چې معلومه کړي دا ترورستي برید دی که نه دی.
پولیسو ویلي دي چې د دې پېښې په تړاو یې له ډزو وروسته یو مشکوک کس نیولی دی.
بولیس وایي چې دا کس بهرنی دی او روغتون ته انتقال شوی دی.
د پېښې یو شمېر شاهدانو ویلي دي چې برید کوونکي عربي خبرې کولې خو پولیسو دا خبره نه ده تائید کړې.