د امریکا د ولسمشر جنجال پارونکی لوړپوړی سلاکار سټیف بنن د ولسمشر د سلاکار په توګه خپله دنده خوشې کوي.
دا اعلان پرون سپینې ماڼۍ وکړ.
د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز په یو بیان کې وویل، د سپینې ماڼۍ د دفتر رئیس جان کیلي او سټیف بنن دواړه نن په دې سلا شول چې دا به د سټیف وروستۍ ورځ وي.
د سپینې ماڼې ویاندې په دې اړه په خپرې کړې اعلامیه کې زیاته کړې «موږ د سټیف د خدماتو منندوی یو او نېکمرغي ورته غواړو.»
سټیف بنن چې د بریت بارت(Breitbart News ) نیوز په نوم د یوې ښې اړخي رسنۍ مشر و، د انتخاباتي کمپاین پر مهال او د ولسمشرۍ په لومړیو اوو میاشتو کې د ولسمشر ټرمپ مهم سلاکار و.
د امریکا رسنیو راپور ورکړی چې ولسمشر ټرمپ پر سټیف بنن د هغې وروستۍ مرکې له کبله په غوسه دی چې نوموړې په کې د شمالي کوریا پر ضد د ولسمشر ټرمپ له سخت دریځ سره مخالفت ښودلی و.