روسیې او چین پر امریکا غږ کړی چې د شمالي کوریا پرضد اقدام ونه کړي

روسیه پرون له چین سره یو ځای شوه او د امریکا پر متحده ایالتونو یې غږ وکړ چې د شمالي کوریا په وړاندې پوځي اقدام ونه کړي.

روسیه وایي، د واشنګټن او پیونګ یانګ تر منځ یو بل ته د جګړې مخ په زیاتېدونکي ګواښونه به داسې یوه حد ته ورسېږي چې د بېرته په شاتګ لاره به نه لري.

د مسکو او پیکنګ له خوا جلا بیانونه وروسته له هغې خپرېږي چې د امریکا پوځي مشرانو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دوی د پوځي اقداماتو لپاره تیاری نیولی او د شمالي کوریا د اټمي پروګرام په له منځه وړلو کې د ناکامۍ په صورت کې به ترې کار واخلي.

د امریکا دفاع وزیر جمیز متېس وویل، که شمالي کوریا د جنګ لاره خپله کړي، له قوي پوځي اقداماتو سره به مخ شي.

د متېس له دې څرګندونو مخکې تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړی و چې شمالي کوریا به له قهر او غضب سره مخامخ شي.