ګورجستان نن له اوکراین څخه وغوښتل چې د ګرجستان پخوانی ولسمشر میخایل ساکاشویلي ورته وسپاري.
د ګرجستان د لویې څارنوالۍ دفتر نن د جمعې په ورځ وویل چې دوی له اوکراین سره د ساکاشویلي د سپارلو په اړه همکاري کوي.
اوکراین تېره میاشت له ساکاشویلي څخه اوکرایني تابعیت بېرته واخېست.
تر دې دوه ورځې مخکې میخایل ساکاشویلي اعلان وکړ چې دی به د سپټمبر میاشتې په ۱۰ مه د پولنډ له لارې اوکراین ته بېرته ستون شي.
ساکاشویلي د اوکراین د اودیسا ولایت د والي په توګه هم پاتې شوی دی.