بارسلونا کې د موټر په پېښه کې د مړو شمېر۱۴ او د ټپیانو ۱۰۰ ته ورسېد

د هسپانیا په بارسلونا کې له ترورېستي برید وروسته امنیتي ځواکونو نن جمعه د یوه تن د نیولو خبر ورکړ.

پولیسو دوه تنه د دې پېښې په تړاو پرون پنجشنبه هم نیولي وو.

د بارسلونا د ګرځندویانو په مشهوره سیمه لاس رامبلاس کې پرون لږ تر لږه ۱۳ تنه هغه وخت ووژل شول چې یوه کس خپل موټر پر پلیو کسانو وخېژاوه.

تر ۱۰۰ ډېر کسان زخمیان شوي چې د ټپیانو په ډله کې یوې ښځې نن جمعه ساه ورکړه.

کوم دوه تنه چې د پنجشنبې په ورځ نیول شوي، یو یې د مراکش دی او بل یې افریقایي هسپانوی دی.

د هسپانیا صدراعظم ماریانو راخوی

د هسپانیا صدراعظم ماریانو راخوی نن سهار د بارسلونا د برید په اړه وویل:

"زه غواړم چې د ټولې هسپانیا خواخوږي له بارسلونا سره څرګنده کړم، هلته جهادي ترورېستانو برید وکړ، داسې برید یې وکړ، لکه د نړۍ په نورو ښارونو کې چې یې مخکې تر سره کړي وو، ټوله هسپانیا یوه خوله شوې، لکه څرنګه چې په بارسلونا کې سره یو شوي دي."

چارواکي وایي چې په بارسلونا کې یې تر پرونۍ حملې وروسته یوه بله حمله شنډه کړه.

په بارسلونا کې تر دې ترورېستي پېښې څو ساعته وروسته، پولیسو وویل چې پنځه مشکوک ترهګر چې غوښتل یې د ښار په جنوب کې د کامبریلس ساحلي ښارګوټي کې حمله وکړي، په ډزو ووژل.

د پولیسو او ترهګرو د نښتې پر مهال، راپورونه وایي چې امنیتي ځواکونو غوښتل له چاودېدنکو موادو ډک واسکټونه شنډ کړي، په دې وخت کې چاودنې یو پولیس او شپږ ملکیان ټپیان کړل.

د امریکا د متحد ایالتونو مرستیال ولسمشر مایک پنس

پرون چې کله په بارسلونا کې ترورېستي برید وشو، د امریکا د متحد ایالتونو مرستیال ولسمشر مایک پنس په پاناما کې و او هلته یې د دې حملې په اړه وویل:

"دغه تازه برید له ۲۰۰۴ میلادی کال را په دې خوا چې په مادرید کې په ریل کې بمي چاودنې شوې وې، تر ټولو خونړی برید دی، له دې حملې ښکاري چې د مسلمانو د افراطي ترهګرو ګواښ نن په نړۍ کې له سترو تهدیدونو څخه دی چې ور سره مخامخ یوو، د اسلامي دولت ډلې د دې وحشي حملې مسؤلیت منلی، خو هرڅوک چې مسؤل وي، باید پوه شي چې د امریکا متحد ایالتونه به له خپلو متحدانو سره یو ځای هڅه وکړي چې دا کسان پیدا کړي، مسؤلو کسانو ته سزا ورکړي او د اسلامي ترورېستي افراط جرړي، د مځکې له مخې وباسي."

په دې پېښه کې له فرانسوي او جرمني وګړو را نیولې، تر پاکستاني او فلیپیني اتباعو پورې په کې وژل شوي، یا ټپیان شوې دي.

قربانیان یې په مجموع کې د ۲۴ هېوادونو دي، خو د هسپانیا چارواکي وایي، د بارسلونا د برید اکثر قربانیان اروپایان دي.