د ایران د حکومت سیاسي مخالف مهدي کروبي خپل د نه خوړو اعتصاب مات کړ

د ایران د حکومت مخکښ سیاسي مخالف مهدي کروبي چې له شپږو کلونو راهیسې په کورکې نظربند و، خپل غذايي اعتصاب پای ورساوه.

د نوموړي زوی محمد تقي کروبي پرون د پنج شنبې په ورځ په ټوېټر کې ولیکل چې ۷۹ کلن پلار یې د نه خوړلو اعتصاب وروسته له هغې پای ته ورساوه چې چارواکو ور سره ژمنه وکړه چې د هغه له کوره به امنیتي مامورین لېرې کوي.

ښاغلي کروبي د چهارشنبې د ورځې له سهاره د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب پیل کړی و او غوښتنه یې کړې وه چې د کورني حبس پر ځای دې محاکمه شي.

کروبي چې د زړه په ناروغۍ اخته دی، پرون د ورځې پیل کې روغتون ته ولېږدول شو.

د ایران د روغتیا وزیر او د استخباراتو مرستیال رئیس د هغه عیادت ته له روغتونه ورغلل.

ښاغلي کروبي له بل سیاسي مخالف میرحسین موسوي سره یو ځای د ۲۰۰۹ میلادي کال د ولسمشرۍ لانجمنو انتخاباتو کې ځانونه کاندید کړي و چې له هغې وروسته د بشري حقونو د سرغړونو په وړاندې د خپل غږ اوچتولو په نتیجه کې د ۲۰۱۱ میلادي کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې په کور کې نظربند دي.