د هسپانیا چارواکي وایي، د بارسلونا د سیلانیانو په مشهورې «لاس رامبلاس» سیمه کې پرون پنج شنبه لږترلږه ۱۳ کسان هغه مهال ووژل شول او له ۸۰ زیات ټپیان شول چې یوه کس خپل موټر د سړک د غاړې پر لارویانو وروست.
له دې پېښې څو ساعته وروسته پولیسو وویل چې څلور مشکوک ترورېستان یې په ډزو ووژل چې غوښتل یې د دې ښار په جنوب کامبریلس ساحلي ښارګوټي کې یوه بله حمله تر سره کړي.
د هسپانیا چارواکي وایي، د بارسلونا په حمله کې وژل شوي او ټپیان د لږترلږه ۱۸ هېوادونو اتباع دي چې ډېری یې اروپایان دي.
د دغې حملې مسؤلیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخېستی دی.
له دغې موټري حملې وروسته، پولیسو دوه تنه یو هسپانوی او یو مراکشی ونیول، خو زیاته یې کړه چې د موټر چلوونکی تښتېدلی او تر اوسه نه دی نیول شوی.
پولیسو دغه راز وویل چې دغه حمله د یوې بلې ورځې په پیل کې په «الکانر» سیمه کې، په یوه کور کې له چاودنې سره تړلې چې یو تن په کې وژل شوی او یو بل ټپي شوی و.
وژل شوي او ټپي شوي چاودېدنکي مواد جوړول.
د هسپانیا صدراعظم ماریانو راخوی وویل، ترورېستان به هېڅکله هم هغه متحد خلک چې له ازادۍ سره مینه لري، په وحشت سره مات نکړي.
تېرکال په اروپا کې سخت دریځو بریدکوونکو په څو حملو کې له موټرو کار اخېستی چې په نی، برلین، لندن او سټاکهولم کې له ۱۰۰ زیات کسان په کې ووژل شول.
په هسپانیا کې پرونۍ حمله د امریکا د ولسمشر په ګډون د نړۍ یو شمېر مشرانو وغندله او له هسپانیا سره یې خپل یووالی څرګند کړ.