پاکستاني چارواکو د امریکا له خوا د یوې نړیوالې تروریستي ډلې په توګه د حزب المجاهدین په پيژندنې انتقاد کړی او دا کار یې غیر منصفانه بللی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا نن په یوه خبري کنفرانس کې په دې اړه وویل:
"موږ د امریکا متحده ایالتونو له دې پرېکړه خواشیني یو، د تروریستي ډلې په توګه د هغو کسانو او ډلو نومول چې د کشمیر د حقونو لپاره کار کوي پوره ناانصافي ده."
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت پرون د حزب المجاهدین ډله د یوې نړیوالې تروریستې ډلې په توګه ونوموله.
د بهرنیو چارو وزارت په ویب پاڼه کې په یوه بیان کې دغه راز ویل شوي چې له دې سره د دغې ډلې ټوله شتمني او ملکیتونه کنګل کېږي او هیڅ یو امریکایي تبعه نشي کولای چې له دې ډلې سره هرډول مالي معامله وکړي.
دغه ډله چې اساس یې په ۱۹۸۹ کې په کشمیر کې ایښودل شوی، یوه تر ټولو لویه سخت دریځه ډله ده چې مشري یې محمد یوسف شاه کوي. نوموړی له مخکې نړیوال تروریست پیژندل شوی و.
حزب المجاهدین ډلې د خونړیو حملو مسؤلیت په غاړه اخیستی.
یوه یې د ۲۰۱۴ کال د اپریل د میاشتې حمله وه چې په جمو او کشمیر ایالت کې شوې وه او ۱۷ کسان پکې ټپیان شوي و.