غني: په تحصیلي بنسټونو کې باید په پښتو او دري ژبو تدریس وشي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن وویل چې په تحصیلي بنسټونو کې باید په دواړو ژبو پښتو او دري تدریس وشي.

هغه دا خبره نن د ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ تحصیلي کلونو په پرانیست غونډه کې وکړه.

ښاغلي غني وویل په میلیونونه افغانان په پاکستان او ایران کې رالوی شوي نو اړتیا یې لیدل کېږي چې په دواړو ژبو تدریس وشي.

"زه چې کله د کابل پوهنتون استاد وم نیم درس مې په پښتو او نیم په دري ورکاوه، ټول هم پوهېدل، خو کله چې د پوهنتون رئیس وم دواړو ژبو ته پوره احاطه نه وه، دا په یوه منفي بحث بدل شوی و، ژبني منفي بحثونه زموږ په پوهنتونو کې ځای نه لري، په دواړو ژبو دې نوټونه او درسونه برابر شي"

ښاغلي غني په تحصیلي نصاب هم انتقاد وکړ او ویې ویل چې له اوس وخت سره سم اړتیاوې نه شي پوره کولای.

په دې غونډه کې د ولسمشر تر وینا مخکې هغه ته د کابل پوهنتون مشرتابه یوه افتخاري ډکتورا هم ورکړه.