ډنفورډ: د شمالي کوریا د راکټي ازموینو حل لار به خطرناکه وي

د امریکا متحده ایالتونو د پوځ د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې مشر جنرال جوزیف ډنفورډ ویلي د شمالي کوریا د راکټي ازموینو حل لار به خطرناکه وي خو دا چې دغه هېواد دې په امریکا د اټمي راکټ حمله وکړي له تصور دباندې ده.

هغه نن د چین په پلازمینه بیجینګ کې په یوه خبري کنفرانس کې دا څرګندونې وکړې.

د سمندري پوځ دغه جنرال دا هم وویل چې ولسمشر ټرمپ د ممکنه معتبرو پوځي حل لارو په اړه لارښوونه ورته کړې ده.

جنرال جوزیف ډنفورډ وویل دا له تصور لېرې ده چې پیونګ یانګ پرېښودل شي څو د کلوراډو په ډنور د اټمي راکټ حمله وکړي او زما دنده هم دا ده چې پوځي امکانات زیات کړو څو د دغه کار مخه ونیول شي.

اخوا د جنوبي کوریا ولسمشر مون جې ان نن په سیول کې خبریالانو ته وویل چې په کوریا ټاپووزمه کې د پوځي اقداماتو په اړه یوازې جنوبي کوریا پرېکړه کولای شي:

"یوازې جنوبي کوریا په کوریا ټاپووزمه کې د پوځي اقداماتو پرېکړه کولای شي، هېڅوک د جنوبي کوریا له موافقې پرته پوځي ګام نه شي اخیستلی، امریکا متحده ایالتونو او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې د شمالي کوریا په وړاندې تر هر ډول پوځي اقدام اخیستلو مخکې زموږ موافقه ترلاسه کړي."

د شمالي کوریا له خوا د اټمي سروکي د انتقال وړ راکټي ازموینې په دې وروستیو کې زیاتې شوي او دغه هېواد ګواښ هم کړی چې کولای شي امریکا په راکټونو وولي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا ګواښ کړی چې د شمالي کوریا د نورو پاروونکو اقداماتو ځواب به په اور او جګړه ورکوي.