سید حسین فخري: موازي ادارې باید منحلې نه شي

له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې عمومي رئیس وايي، موازي ادارې باید منحلې نه شي بلکې ټولې دا ادارې په خپلواکه توګه له فساد سره مبارزه مخته یوسي.

سید حسین فخري دا څرګندونې د ولسمشر تر پرونیو خبرو وروسته وکړې چې ویلي يې و موازي ادارې د اصلي ادارو کار مخته نه شي وړلای.

"د اداري فساد اندازه دومره پراخه ده چې اړتیا یې لیدل کېږي څو له دې پدیدې سره د مبارزې په برخه کې ګڼې ادارې لاس یو کړي. زه فکر کوم یوه اداره په یوازې سر له اداري فساد سره مبارزه نه شي کولای."

ښاغلي فخري دا هم تائید کړه چې په هېواد کې په پراخه کچه فساد موجود دی او د دې اړتیا لیدل کېږي چې ګڼې ادارې یې په وړاندې مبارزه وکړي.