ترکیې او ایران د کُردانو له ټولپوښتنې سره مخالفت څرګند کړ

ترکیې او ایران په خپل ګاونډ عراق کې د کُردانو له خوا د خپلواکۍ لپاره له ټولپوښتنې یا ریفرنډم سره چې ټاکل شوې راتلونکې میاشت ترسره شي، په کلکه مخالفت څرګند کړ.

دغه مخالفت پرون ترکیې ته د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز د یوه بې ساري سفر په ترڅ کې شوی دی.

د ترکیې رسنۍ وایي، دا له هغې را وروسته چې په ۱۹۷۹ کال په ایران کې اسلامي انقلاب شوی، لومړی ځل دی چې د ایران یو لوی درستیز له انقرې څخه کتنه کوي.

د ایران لوی درستیز محمد حسین باقري د سې شنبې په ورځ انقرې ته له رسېدو سره سم د ایران دولتي ټلویزیون ته ویلي و چې ډېره موده دغسې سفر نه و شوی خو په سیمه کې پرمختګونو، امنیتي مسایلو، د پولې امنیت او له ترهګرۍ سره مبارزې ته په پام سره دغسې یوه سفر ته اړتیا وه چې ترسره شي.

باقري د چهارشنبې په ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طیپ اردوغان سره له خبرو وروسته وویل، دوی دواړه له دې سره موافق و چې په عراق کې د کُردانو له خوا د خپلواکۍ لپاره ریفرنډم ښایي په ټوله سیمه کې نا امني پراخه کړي.

کردان په ایران، عراق، سوریه او ترکیه کې د پام وړ اقلیت دي چې یو شمېر ډلې یې د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي چې ځینې وختونه له تاوتریخوالي سره ملګري وې.