پروشینکو د شمالي کوریا په اړه د راپورونو د څېړنو امر کړی

د اوکراین ولسمشر پیټرو پروشینکو د رسنیو د هغو راپورونو په اړه د چټکو او بشپړو څېړنو امر کړی چې وايي، شمالي کوریا ښايي د توغندیو ماشینونه له یوې اوکراینۍ فابریکې اخېستې وي.

د چهارشنبې په ورځ پروشینکو پر خپله فیسبوک پاڼه ولیکل: د ملي امنیت او دفاع د شورا مشر به د دې څېړنو مشري کوي.

پروشینکو وايي، د پوځ د تخنیکي همکارۍ او صادارتو د کنټرول او د توغندیو د دولتي فابریکي په شمول د بېلابېلو ادارو یو کمېسیون به په دې اړه څېړنه کوي او په درې ورځو کې به ده ته د نتیجې په اړه راپور ورکوي.

دا اعلان له هغې دوه ورځې وروسته کېږي چې نیویارک ټایمز په یو راپور کې د توغندیو د یو متخصص او د امریکا د استخباراتي ادارو د محرمو ارزونو په حواله وویل:

"د لویو وچو ترمنځ د ویشتل کیدونکي توغندي په ازموینه کې د شمالي کوریا بریالیتوب، په توربازار کې د توغندیو د پیاوړو انجینونو په اخېستلو ممکن شوی چې په غالب ګومان له یوې اوکرایني کمپنۍ یې اخېستی دي. "

د اوکراین چارواکو تر دې مخکې دا راپور رد کړی دی.