راپورونه وايي، په هلمند کې د ملي اردو پر سرتېرو یو ځانوژونکي برید کې درې سرتیري ټپیان شوي دي.
برید پرون ماښام په ګرشک ولسوالۍ کې د ۲۱۵ شاهین قل اردو د شپږم کنډک پر سرتېرو د یو موټر په وسیله شوی دی.
د ګرشک ولسوال محمد سلیم رودي رسنیو ته ویلي چې په دې برید کې د ملي اردو درې سرتیري ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، له چاودیدونکو موادو ډک موټر هدف ته تر رسېدو مخکې د امنیتي ځواکونو لهخوا له منځه وړل شوی.