سعودي عربستان له قطر سره یې پوله بېرته پرانېستله

سعودي عربستان د چهارشنبې په ورځ وویل چې له قطر سره یې پوله بېرته پرانېستله او د دې هېواد د هغو زیارت کوونکو هرکلی کوي چې غواړي د حج سږني مراسم ترسره کړي.

دا د دواړو هېوادونو په سړو شویو اړیکو کې د ګرمۍ لومړنۍ نښه ده.

سعودي عربستان او یو شمېر نورو عربي هېوادونو په جون میاشت کې له قطر سره ټولې اړیکې وشلولې او دوحه یې د سخت دریځو په ملاتړ تورنه کړه.

د سعودي عربستان رسمي خبري آژانس په یوه بیان کې وویل چې د سلوا پوله به د قطر د اتباعو پر مخ چې غواړي حج وکړي، پرانېستې وې او هغوی د اړتیا وړ الکترونیکي اجازې پرته کولای شي له دې پولي واوړي.

په بیان کې دغه راز ویل شوي چې قطریانو ته به په دوو هوایي ډګرونو کې هم د کوزېدو اجازه ورکړل شي. دغه پرمختګ د سعودي د شهزاده او د قطر د شیخ ترمنځ په کتنه کې شوی دی.

قطر تېره میاشت سعودي عربستان تورن کړی و چې د حج موضوع سیاسي کوي او اندیښنه یې څرګنده کړې وه چې د دې هېواد حاجیان ښایي سږکال د حج د مراسمو په ترسره کولو کې له خنډونو سره مخامخ شي.

دوحه دغه اندیښنه د مذهبي ازادي لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ته وړاندې کړې وه.