د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وايي، مسکو هیله من دی چې ایران به له نړیوالو سره د ۲۰۱۵ کال له اټمي موافقې ونه ووزي.
لاوروف دا څرګندونې یوه روځ وروسته تر هغې وکړې چې د ایران ولسمشر حسن روحاني خبرداری ورکړ چې که امریکا پر تهران نور بندیزونه ولګوي نو ایران بیا کولی شي چې په څو ساعتونو له دې موافقې ووځي:
"زه هیله من یم چې داسې ونشي، زه دغه راز هیله لرم چې امریکا به د عمل د دغه ګډ او پراخ بنسټه پلان په اړه له خپلو ژمنو سرغړونه ونه کړي."
د روسيې د بهرنیو چارو وزیر پر ایران د امریکا لخوا په یو اړخیزه توګه پر لګول شوو بندیزونو هم انتقاد وکړ او هغه يې غیر مسولانه وبلل.
تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکې هیلې وویل چې پر ایران نوي بندیزونه د ۲۰۱۵ کال په اټمي موافقې پورې تړاو نه لري.
هغې ایران تورن کړ چې په دې ډول خبرداریو سره غواړي نړیواله ټولنه برمته کړي.