په میرزا اولنګ کې وژل شوي۵۲ ملکیان خاورو ته وسپارل شول

د سرپل ولایت په میرزا اولنګ سیمه کې د وژل شوو ۵۲ ملکي کسانو جنازې نن خاورو ته وسپارل شوې.

دا جنازې لومړی په سختو امنیتي تدابیرو کې له میرزا اولنګ څخه د سرپل ښار ته انتقال شوې.

افغان امنیتي چارواکو د میرزا اولنګ له بېر ته نیولو وروسته د دې ملکیانو مړي انتقال کړل.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د افغان دولت وسله والو مخالفانو په میرزا اولنګ کې لسکونه ملکیان وژلي دي.