مسؤلین: میرزا اولنګ کې د وژل شوو جسدونه سرپل ښار ته انتقال شوي

د هغو ۵۲ کسانو جسدونه پرون سې شنبه مازیګر سرپل ښار ته انتقال شول چې وسله والو له خوا د صیاد ولسوالۍ په میرزاولنګ سیمه کې په ډله ییزه توګه وژل شوي وو.

افغان امنیتي ځواکونو د دې سیمې تر بیا نیولو وروسته دا جسدونه په ډله ییزو قبرونو کې موندلي دي.

د نظم عامه د شپږمې لوا قوماندان حسیب الله قریشي وايي، په وژل شویو کسانو کې ماشومان او سپین ږیري هم شامل دي چې په ډېره بې رحمۍ وژل شوي.

د میرزاولنګ سیمه دوه اوونۍ مخکې وسله والو طالبانو ونیوله او ویل کېږي چې وسله والو په کې ولسي خلک په ډله ییزه توګه وژلي دي.

ټاکل شوې د دې پېښې د قربانیانو جسدونه نن چهارشنبه په سرپل کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، د امام یحیی ابن زید مزار ته څېرمه خاورو ته وسپارل شي.