افغان ولسمشر د بلخ د والي د ساتونکو له خوا د بلخ د ولايتي شورا د غړي محمد اصف مهمند د نیولو په اړه لویې څارنوالۍ ته امرکړی چې په دې اړه هراړخیزه څېړنه وکړي.
د هغه کورنۍ بیا ادعا کړې چې د بلخ والي عطامحمد نور او زامنو یې هغه وهلی دی.
د دغې قضیې په اړه د ازادي راډيو خبریال نوریاس نوري د حقوقي چارو له کارپوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي له استاد ودیر صافي سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې لویې څارنوالۍ ویلي چې د نوموړي د نیولو امر یې هغسې چې د بلخ د والي ویاند ادعا کوي، نه دی صادر کړی، که مسئله داسې وي، څه ډول څېړنه باید وشي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5