د بخښنې نړیوال سازمان د هغه ایراني ځوان د اعدام د لغوه کولو غوښتنه وکړه چې د جرم مهال یې قانوني عمر ته نه وه رسېدلی.
امنسټي انټرنشنل د ایران له حکومته غوښتي چې په سمدستي ډول د مهدي بهلوي اعدام چې ټاکل شوې ده سبا ته په دار وځړول شي، لغوه کړي.
بهلوي په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې هغه مهال چې ۱۷ کلن و، د قتل په قضیه کې محکوم شوی و.
ایران د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې ۴ زندانیان چې په کم عمر کې ېې جرمونه کړي وو، په دار ځړولي دي.
د بخښنې د نړیوال سازمان د اعلاميې له مخې، ۸۹ کسان چې په کم عمرې کې د جرم په کولو محکوم شوي، د اعدام په لست کې شامل شوي دي.