لېوال: د رسنیو پر تخطیو د څار پروسه نیمګړې ده

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو د وزارت مرستیال عبدالغفور لېوال په دې نظر دی چې د رسنیو پر سرغړونو د څار کمېسیون نه‎دی توانیدلی چې د رسنیو قانون په ټولو رسنیو پلی کړي.

ښاغلي لېوال د سې شنبې په ورځ په کابل کې "له نولسمې پیړۍ څخه تر ۲۱پورې د مطبوعاتو تاریخي بهیر" تر نامه لاندې په جوړ شوي سیمینار کې وویل، د ځینو مافیايي کړیو د پټ تمویل له امله، ځینې رسنۍ نه حاضرېږي چې د رسنیو د قانون اصول مراعت کړي.

ده وویل، داسې بیلګې ورسره شته چې یو شمېر رسنۍ په لوی لاس د رسنیو پر تخطیو د څار د کمېسیون د اعتراضونو پر وړاندې بې پروايي کوي.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو د وزارت مرستیال عبدالغفور لېوال

لېوال زیاته کړه:

"هغه څه چې موږ ېې اوس د رسنیو پر تخطیو د څار پروسه بولو، له بده مرغه په دې کې ځینې نیمګړتیاوې شته. داسې رسنۍ لرو چې تر قانون پورته عمل کوي او دغه کمزوري کمېسیون جدي نه نیسي. دغه کمېسیون به ځینو رسنیو ته د سرغړونو مکتوبونه لېږلي وي خو هغوی به په باطله دانۍ کې غورځولي وي."

ښاغلي لېوال ټینګار وکړ چې د دولت له‎خوا باید د رسنیو پر تخطیو د څار کمېسیون پیاوړی شي څو له قانون سره سم د ځینو رسنیو د سرغړونو مخه ونیسي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له‎خوا، له ۱۹مې پیړۍ څخه ۲۱ پورې د مطبوعاتو د تاریخي بهیر په اړه په جوړ شوي سمینار کې د چارو پوه عبدالحمید مبارز د افغانستان د مطبوعاتو په تاریخي بهیر خبرې وکړې ویې ویل، په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د امیر شیر علي خان د واکمنۍ پر مهال په ۱۸۷۳ کال کې د شمس النهار په نامه یوه رسنۍ چاپ شوه چې کیفیت یې ښه او د ژورنالېزم اصول په کې په پام کې نیول شوي.

د ده په خبره ورپسې د نورو واکمنانو په دوره کې سراج الاخبار، بله رسنۍ وه چې د وخت د غوښتنو سره سم خلکو ته وړاندې شوه.

ښاغلي مبارز دا هم وویل، اتفاق اسلام، ارشاد النسوان، ازادي شرق، حقیقت، انیس، حبیب الاسلام، نشریه کابل، عرفان، هېواد، کابل ټایمز او ګڼې داسې نورې رسنۍ هم وې چې خبرونه او سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي راپورونه يې خپرول.

خو د ښاغلي لېوال د خبرونو په غبرګون، د رسنیو پر تخطیو د څار کمېسیون وايي، هرې رسنۍ چې له وضع شویو قوانینو سرغړونه کړې، کمېسیون یې پر وړاندې قانوني عمل کړی دی .

د دغه کمېسیون غړي وحید غروال ازادي راډیو ته وویل:

"کوم کسان چې د دغه کمېسیون غړیتوب لري هېڅ‎کله د کومې رسنۍ یا کوم ارګان تر اغېز لاندې نه راځي او ګڼ شمېر رسنۍ چې سرغړونه یې کړې، عدلي او قضايي ارګانونو ته پېژندل شوي. کمېسیون په هر حالت کې خپل کار کړی دی."

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، هڅې روانې دي چې دغه کمېسیون نور هم ځواکمن کړي چې په خپلو چارو کې خپلوا ک عمل وکړي .

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، اوس په افغانستان کې ۱۲۰۱ تصویريو غږیزې، چاپي او برېښنايي رسنۍ فعالې دي چې ۶۸۶ یې د فعالیت قانوني جواز نه‎لري.

د دغه وزارت د خپرونو مرستیال فاضل سنچارکي وايي، تدابیر نیول شوي چې د یادو رسنیو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیسي او دغه شان د بیان د ازادۍ اصولو ته په کتو، د رسنیو قانون په ټولو یوشان پلی کړي.

راپور: خان محمد سیند