کورنیو چارو وزارت: له فساد سره مبارزه مو په لومړیتوبونو کې ځای لري

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نوې رهبري وايي، له فساد سره جدي مبارزه د دوی په لومړیتوبونو کې ځای لري او په دې تړاو يې يولړ پروګرامونه هم جوړ کړي چې په پلې کېدو سره به یې په دغه وزارت کې د فساد کچه راټيټه شي.

د دې وزارت د ویندوی دفتر سرپرست نجیب دانش نن سې شنبې ازادي راډیو ته وویل چې د وزارت نوي رهبري او کاروکونکي هڅه کوي چې په لنډ وخت کې د فساد په وړاندې مبارزه کې ښې لاسته راوړنې ولري.

نوموړي زیاته کړه:

"د فساد سره مبارزه د کورنیو چارو وزارت په لومړیتوبونو کې ځای لري او د نوې رهبرۍ ټينګار پر همدې دی چې په دغه وزارت کې د فساد د له منځه وړلو لپاره جدي هڅې وکړي او په دې برخه کې موږ يو لړ پروګرامونه هم جوړ کړي او هڅه مو دا ده چې په لنډ وخت کې ښې لاسته راوړنې ولرو."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو چارو وزارت د نوي وزیر ویس برمک د معرفي کولو پرمهال ګواښ وکړ چې که په دغه وزارت کې فساد ورک نشي نو بودجه به ور نه کړي.