د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په یوه بمي چاودنه کې شپږ ملېشه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د ملېشه سرتېرو په موټر دا برید پرون دوشنبه شوی دی.
د کوېټې د دولتي ملېشو ویاند خان واسع ویلي چې چاودنه درنه وه او د ملېشه سرتېرو موټر یې په بشپړه توګه له منځه وړی دی.
په دغو ملېشه سرتېرو په داسې حال کې چاودنه وشوه چې په پاکستان کې د دغه هېواد د تاسیس ۷۰ مه کلیزه پرون د جشنونو او مراسمو په تر سره کولو سره ولمانځل شوه.
د فرانسې خبري اژانس لیکلي چې د بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ په نوم یوه سازمان له دوی سره اړیکه نیولې او د یادې بمي چاودنې مسؤلیت یې په غاړه اخیستی دی.
په دې سیمه کې په ۳ ورځو کې دا درېیمه حمله ده چې دولتي پوځیانو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.
د شنبې په ورځ په کوېټې ښار کې د سړک غاړې ته د خښ شوي ماین په چاودنه کې ۱۵ پوځیان او یو ملکي کس وژل شوي وو.