غور کې د يوې مرستندويې ادارې د ٣ کارکوونکو وژنه څېړل کېږي

د غور ولايت چارواکي وايي، د هغې پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړي چې يوه موټر سايکل سپاره وسله وال د يوې مرستندويې ادارې ٣ کارکوونکي په ډزو وژلي.

دغه پېښه پرون دوشنبه هغه وخت وشوه چې د (CRS) مرستندويې ادارې کارکوونکي د خپل کار پر لوري روان وو.

د والي وياند عبدالحى خطيبي پرون ازادي راډيو ته وويل:

"محلي ادارې پوليسو او کشفي ادارو ته لارښوونه کړې چې د پېښې د څېړنې په اړه قانوني اقدامات وکړي. د پېښې عاملين پيدا او د قانون منګولو ته وسپاري. "

په دې پېښه کې لا يې کومې ډلې مسؤليت نه دى منلى، د (CRS) ادارې يو کارکوونکى ټپي شوى هم دى.

دغه اداره د روغتيا، کرنې او پوهنې په برخه کې مرستې کوي.

په غور ولايت کې د وسله والو طالبانو تر څنګ داعش ډله هم فعاليت کوي.