ځایي چارواکي وایي، د فاریاب د غورماچ ولسوالۍ له مرکزه وسله وال طالبان ایستل شوي.
د غورماچ ولسوال مولوي عبدالله وافق نن د دوشنبې په سهار ازادي راډیو ته وویل، د ولسوالی پر مرکز د هوايي بریدونو له امله وسله وال طالبان تېښتې ته اړ شوي دي.
خو مولوي وافق د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د اب ګرمک او کمپ چینايي په سیمو کې پوستې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
مولوي وافقزیاته کړه:
"ځمکني ځواکونه تر اوسه هغوی ته نه دي ور رسېدلي چې هغوی ته د اوبو او ډوډۍ او نورو موادو اکمالات وکړي، خو وبه ګورو چې مرکزي حکومت څه ډول پرېکړه کوي."
عبدالله وافق وویل چې د غورماچ پر مرکز په بمبارۍ کې لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو پرون یکشنبه سهار د غورماچ ولسوالی مرکز نیولی و.